د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د مالیې وزارت د کارکوونکو په همکارۍ، د ۱۳۹۵ کال د لړم د میاشتي په لومړۍ نیټه د خصوصي او دولتي مشارکت (Public Private Partnership - PPP

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د مالیې وزارت د کارکوونکو په همکارۍ، د ۱۳۹۵ کال د لړم د میاشتي په لومړۍ نیټه د خصوصي او دولتي مشارکت (Public Private Partnership - PPP) قانون په اړه د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ (ICT) تولنې ته یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د دولتي او خصوصي سکټور د ICT برخي ګن شمیر کسانو برخه اخیستي وه.

دا غونډه د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال وزیر، ښاغلي ایمل مرجان په وینا پرانیستل شو، چې خلکو ته د دولتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې د PPP قانون د اهمیت، ټولنیز او اقتصادي اغیزو په اړه ټینګار وکړ.

د خصوصي او دولتي مشارکت د مرکزي ادارې رئیس، ښاغلي عبدالمومن سمسور د PPP د اصل، اړتیا، او د دولتي، خصوصي سکټور او عامه خلکو لپاره د هغه د اغیزي په اړه حاضرینو ته لنډ معلومات ورکړل.

ښاغلی قسیم شینواری، د مالیي وزارت د مشارکت د مرکزي ادارې (Central Partnership Authority - CPA) د PPP سلاکار، د خصوصي او دولتي سکټورونو د مشارکت په اړه په تفصیل سره معلومات ورکړل، او د دولتي خدماتو د وړاندې کولو د اوسني جوړښت په اهمیت، اهدافو، اساسي اصولو، دندې او اغیزو باندې یې بحث او خبرې وکړي.

ورپسي، د مالیي وزارت د CPA حقوقي سلاکار، د مشارکت د مرکزي ادارې او اړوند لوریو دندې تشریح کړي، چې په هغی کې د حکومت دننه د خصوصي سکټور لخوا د PPP موډل د پلی کولو پروسه هم شامل وه.

د ورکشاپ په پای کې، حاضرینو ته وار ورکړ شو چې د PPP د قانون په اړه خپلې پوښتنې وړاندې کړي، چې ښاغلي دوستي نیوکه وکړه چې د دې ډول قانون د جوړولو په پروسه کې خصوصي سکټور برخه نه درلوده، چې په ځواب کې یې ښاغلي خالد وویل: "اوس هم وخت لرئ چې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړئ، د PPP قانون په اړه ستاسي وړاندیزونه او نظریات به ورین تندي منل کیږي، تر څو وکولی شو د خصوصي سکټور اندیښني هم ځواب شي."

همدا رنګه حاضرینو د PPP د موډل د پلي کولو په بهیر کې د داوطلبي (RFP) د پروسې په اړه خپلې اندیښنې وړاندې کړي، چې دا کار به د خصوصي سکټور د احتمالي سکټور لخوا نوښت (یا د وړاندېز شوي نظر اصل) کمزوري کړي، چې په ځواب کې یې د ماليي وزارت کارکوونکو ډاډ ورکړ چې د دې ډول شریکانو لپاره به ځانګړي تشویقي پروګرامونه په پام کې ونیول شي.

ورکشاپ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه او د مالیي وزارت کارکوونکو لخوا د نظریاتو او وړاندیزونو په غوښتنه پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته