د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د انترنت نوي بيې اعلان کړي

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د سه شنبي په ورځ د مرغومي په ۱۹ نيتي د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې دغه وزارت کې جوړ شوي وو اعلان کړي،

په دغه کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د معلوماتي تکنالوجۍ اهمیت په بیلابیلو اړخونو خبرې وکړي او وویل: دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت ویاړ لري چې د نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو تر څنګ دا دی د اړیکو دپراختیا او معلوماتي ټولني او بريښنایيز حکومتولۍ  ته  د رسیدو په موخه  یو بل ګام اخلي.

نومړي زیاته کړه: موږ هڅه کوو ترڅو دهیواد په هر ګوټ کې خلکو ته انترنت ورسوو خوڅو اړین کارونه شته  چې باید ترسره شي. ښاغلي وزیرد نوری فایبر شبکې درلودل چې په پام کې د دهیواد ډيری سیمې په راتلونکي یو نیم کال کې سره ونښول شي.د نوری فایبر او د 3G پراختیا  او د مناسب قیمتونو درلودل  په ګوته کړل.

د مخابراتو وزیر وویل په دي توګه به په راتلوونکو پنځو کلونو کې  دخصوصی شرکتونو او افغان تیلی کام 3G په مرسته دهیواد۸۰ سلنه خلک انترنت ته لاسی رسی ولري.

ښاغلي سنګین زیاته کړه مخکي مو د ستلایت له لیاري یو میګابیت انترنت له ۴ تر۵ زرو امریکایی دالرو پلوره  خو دا مهال د نوری فایبر په مرسته دا بيي ۹۷ سلنه را ښکته شويدي  هغه  وویل چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي د انټرنیټ د نویو بیو د ټیټوالي پریکړه په لاندي توګه منظوره کړه:

په عمده توګه د انټرنيټ بیه په کابل بي له اضافه والي یا Redundancy   په لوړ ظرفیت {STM-4  } ، منځنی {STM-1 } او کوچنی یانی فی میگابیت [ Mb ]    د ISP/GSM شرکتونو لپاره په لاندي ډول ورکول کیږي

د جدول دلیدلو لپاره فایل داونلود کړی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته