د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ او دپوهني وزارتونو ترمنځ د همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اوپوهني وزارت دمخابراتی او معلوماتی ټکنالوجۍ رول په پوهنه کې تر سرلیک لاندي د همکاریو تفاهملیک نن سه شنبه د1391 کال د سلواغې په 10 نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین او د پوهني وزیر ښاغلي داکتر غلام فاروق وردک ترمنځ د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د مخابراتو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو، لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنیګن  وویل : د مخابراتو وزارت ویاړ لري چې دنورو پرمختګونو او مخابراتي لاسته راوړنو ترڅنګ د معلوماتي ټکنالوجۍ په پراختیا کې یو بل ګام اوچتوي او معلوماتي ټکنالوجي  د هیواد ښوونځیو ته رسوي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه ددغه تفاهملیک په بنسټ به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدماتونو  د پراختیا له صندوق څخه، د پوهني  وزارت په یو شمیر ښوونځیو او مسلکي لیسو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ  په کاروني سره د زده کړي او تدریس آسانتیاوي برابري کړي او د دغوهمکاریو په پایله کې به  ښوونځیو ته انترنت، دکمپیوتر خوني  اوهغه وسایل او توکې چې استادان او زده کوونکي وتوانیږي چې د زده کړي بهیر په پرمختللي او عصری توګه ترسره کړي، چمتو شي.

د مخابراتو وزیر وویل : یاد خدمتونه به لومړی د کابل ښار په پنځو مسلکي لیسو کې وړاندې شي اوپه دویم پړاؤ کې به دکابل او د ولایاتو یو شمیر ښوونځیو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونه ورسول شي.

د پوهني وزیر ښاغلي داکتر غلام فاروق وردک د همکاریو تفاهملیک لاسلیکولو څخه خوښي څرګنده کړه او دهیواد په ټولو برخو کې يي دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ خدمات وستایل او وویل: د پوهني وزارت هڅې کوي ترڅو په پرمختللي توګه د روزني او زده کړي آسانتیاوي برابري کړي چې دادی د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت په مرسته  دهیواد په ښوونځیو کې د معلوماتي تکنالوجۍ سهولتونه ګټه اخیستلو ته چمتو کیږي.

ښاغلي ودرک زیاته کړه چې د دغه تفاهم لیک په لاسلیکولو سره به  د کابل میخانیکي انستیتوت، د تجارت د نسوانو لیسه، د افغان تکنالوجی انستیتوت، د سید جماالدین دارالمعلمین، د مسلکي استادانو د روزني انستیتوت کې یاد خدمات وړاندې شي او په دغو مرکزنو کې به استادان تربیه او له فراغت وروسته به د هیواد په نورو ښوونځیو کې خدمت کوي.

د هغه په وینا د پروژي کار د تفاهم لیک له لاسلیکولو سره پیلیږي او په پنځو یاد ښوونیز مرکزونو کې به تر ۳ راتلوونکو میاشتو پوري پلی شي او د 1392 کال ترپایه پوري به 50 ټول ښوونځیو کې د معلوماتي تکنالوجۍ خدمات وړاندې شي او شاوخوا 50 زره زده کوونکي او استادان به معلوماتي تکنالوجی ته لاس رسی پیدا کړي .

د یادولو وړ ده چې د یادي  پروژي ټولیز لګښت دوه میلیونه امریکائي ډالرو په شاوخوا کې دی چې د مخابراتو د خدماتو د پراختیا صندوق څخه به د مخابراتو د قانون سره سم د ATRA ادارې له لوري اداره او ورکول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته