د لوګر ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټی خدمتونو د ارزونې (ډرایف ټسټ) عملیه تر سره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۰
ولایت لوگر افغانستان

د مخابراتي او انترنیټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آټرا ادارې تخنیکي ټیم له لوري د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ د دغه ولایت په برکی برک او محمد آغې ولسوالیو کې د ډرایو ټسټ دستګاه په ذریعه د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د ډرایف ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پکې کمزوري یا ستونزې لري، پیژندل کیږي او د مقام له هدایت سره سم مخابراتي شرکتونو سره شریک او مخابراتي شرکتونه مکلف کېږي چې د خپلو خدماتو کیفیت کې ښه والی راولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي، ریسلر شرکتونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د کاپیسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي دلاور برهان د انټرنټي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته