د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو اړوند د (۲۰) درېیمې او څلورمې رتبې او معاش بستونو د استخدام اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
Location
کابل
د کار اهل ته د سپارلو او د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو او د وړ او شایسته بشري ځواک د جذب په موخه، د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د خپلو مرکزي ریاستونو اړوند د درېیمې او څلورمې رتبې او معاشونو (۲۰) بستونه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د ۳/۶/۱۴۰۵ نېټې څخه تر ۱۲/۶/۱۴۰۵ نېټې پورې اعلان ته سپاري.
ټول هغه افراد او اشخاص چې واجد شرایط وي، کولای شي د اعلان شویو بستونو د غوښتنلیک فورمې په حضوري ډول د لوړو زده کړو وزارت د عامه خدمتونو له محترم آمریت څخه، چې په کارته څلور کې موقعیت لري، ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته یې د تابعیت الکترونیکي تذکرې له کاپي، تأیید شویو تحصیلي اسنادو، د کاري تجربې له کاپي او نورو اړینو اسنادو سره یوځای، د اعلان د مودې له پای ته رسېدو مخکې اړوندې شعبې ته وسپاري.
د اړتیا په صورت کې د لا زیاتو معلوماتو لپاره له (۰۲۰۲۵۰۰۳۰۲) شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
د بستونو جدول له دې ځایه ډاونلوډ کړئ
والسلام
شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین