د ظرفیتونو لوړولو او د ګرځنده تلیفون له لیاري د حکومتداري د ۶ پروژو قرارداد لاسلیک شو
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجئ وزارت د وړتیا لوړولو او د مبایل ټلیفون له لاری حکومتولئ په برخو کې د شپږو پروژو قرار داد لاسلیک کړ. د دغه قرار داد موخه د یو ګډ پلاتفورم جوړول، د مبایل له لاری د حکومتی مشورتی خدمتونو وړاندې کول، د نوښت او ابتکار دود او کلچر رواجول او د IT په برخه کې د ۱۵۰۰ متخصص روزنه دی.
د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی تخنیکی مرستیال ښاغلی انجنیر بریالی حسام په هغه کنفرانس کې چې په همدې اړه نن یک شنبه د ۱۳۹۱ کال د لیندئ میاشتې په ۹ نیټه په دغه وزارت کې جوړ شوی وو وویل: یادې پروژې موږ سره د بروډ بانډ نښلولو پراختیا یا چټک انترنیټ، په حکومتی چارو کې د مبایل څخه ګټه اخستنه ، د IT په سکتور کې د وړتیا په لوړولو، دکارموندنې او اقتصادی ودې په ساحو کې مرسته کوی. هغه زیاته کړه چې دا پروژې په شپږو کڅوړو کې ګټونکی موسسو ته ورکول کیږي.
لمړی پروژه: د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چي د ګډپلاتفارم پروژه عملي کړي، چي په هغي کي د ګرځنده تلیفون ۳۰ پروګرامونه د هیواد ټولو سکتورونو لپاره لکه روغتیا، ښوونه او روزنه، د کلیوپراختیا، امنیت، مالیه، ټرانسپورټ، ښاروالي، اوبه او بريښنا او داسي نورو کي تري ګټه واخیستل شي. د یادي پروژي په مرسته هیوادوال کولای شي چي د خپل ګرځنده تلیفون یا انټرنیټ په مټ په اتومات ډول د پورته یادو شویو سکتورونو پوري اړوند پیغام ترلاسه کړي. د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد د UStronics امریکایی شرکت ته د (3’379’487.00 امریکایی ډالر) په ارزښت، چې د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.
دویمه پروژه: د مخابراتو وزارت په دي هڅه کې دی چې دمبایل له لاري حکومتداری خدمتونه تقویه کړي چې مخکې د IT برخه کې ۴۰ تنه رئیسان د ترکيه په هیواد کې او ۸۲ نور د IT کارپوهان په کابل کې روزل شوي دي چې د یادي پروژې په بهیر کې د مبایل لاری د حکومتداری خدمتونو ستراتيژی ، پالیسي او مقرري هم چوکاټ بندې شي . د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد m- GCI برطانوی کمپنی او د “نیټ لینک” افغاني کمپنی سره په ګډه د (535’913.00 امریکایی ډالر) په ارزښت، چې د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.
دریمه پروژه: د مخابراتو وزارت په پام کې لري چي د نوښت کلتور په هیواد کې دود او ملاتړ يي وکړي. دا پروژه د هغو محصلانو او سازمانونو چي د دوی کړني د ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ، نوښت او د ټولني لپاره ګټوري وي، د هڅونې جایزې په نظر کې نیول شویدي. د یادو جایزو ارزښت ۵ میلیونه ډالر کیږي او هغه خلکو ته به ورکول کیږي چي په یادو برخو کې نوښت او پرمختګ ولري چي دا جایزي به د دري راتلونکو کلونو په اوږدو کې ورکول شي. دا پروژه به د AIMS کمپنی له خوا تنظیمیږي چي یاده ادره به د ورکشاپونو، تخنیکی سیمینارونو، د زده کړو غونډي، د طوفاني مغز غونډي، سیمپوزیمونه، تلویزیوني ننداري، مطبوعاتي کنفرانسونه، رادیویي خپرونې او داسي نور کمپاینونه چي په هیواد کې د نوښت د کلتور په پراختیا کې رغنده رول ولري په لاره واچول شي. د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد د AIMS کمپنی ته، د (526’761.00امریکایی ډالره) په ارزښت، چې د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.
څلورمه پروژه :د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت د مهارتونو د لوړتیا لپاره بیلابیل پروګرامونه په لاره اچوي چې موخه یي د IT په برخه کې په پرمختللي ډول وړتیا لوړه شي د دغه پروګرام له لاري ۱۵۰۰ کسان د IT متخصص روزي او لاندې ۳ شرکتونه چې د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.
- د کاردان دلوړو زده کړو موسسه د 204,081.00 ډالرو په بدل کې
- د انفوتک سنګاپور موسسه د 215,053.00 ډالرو په بدل کې
- د رنا تکنالوجی انترپرایس (RTE) موسسه د 204,081.00 ډالرو په بدل کې
دا پروژې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږی او د تړون د لاسلیکیدو وروسته په کار پیل کوی چي د مخابراتو او مالوماتی ټکنالوجۍ وزارت ICT پراختیایی پروژې تر نظارت لاندې پلی کیږی.
د یادولو وړ ده چې دغه پروګرام د الکټرونیکی حکومتولئ په لور، د معلوماتو ملی مرکز او الکټرونیکی تذکرود کار د پیل څخه وروسته لوی ګام دی چې د مخابراتو وزارت له خوا ترسره کیږي.
