د ظرفیتونو لوړولو او د ګرځنده تلیفون له لیاري د حکومتداري د ۶ پروژو قرارداد لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجئ وزارت د وړتیا لوړولو او د مبایل ټلیفون له لاری حکومتولئ په برخو کې د شپږو پروژو قرار داد لاسلیک کړ. د دغه قرار داد موخه د یو ګډ پلاتفورم جوړول، د مبایل له لاری د حکومتی مشورتی خدمتونو وړاندې کول، د نوښت او ابتکار دود او کلچر رواجول او د IT په برخه کې د ۱۵۰۰ متخصص روزنه دی.

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی تخنیکی مرستیال ښاغلی انجنیر بریالی حسام په هغه کنفرانس کې چې په همدې اړه نن یک شنبه د ۱۳۹۱ کال د لیندئ میاشتې په ۹ نیټه په دغه وزارت کې جوړ شوی وو وویل: یادې  پروژې موږ سره د بروډ بانډ نښلولو پراختیا یا چټک انترنیټ، په حکومتی چارو کې د مبایل څخه ګټه اخستنه ، د IT په سکتور کې د وړتیا په لوړولو، دکارموندنې او اقتصادی ودې په ساحو کې مرسته کوی. هغه زیاته کړه چې دا پروژې په شپږو کڅوړو کې ګټونکی موسسو ته ورکول کیږي.

لمړی پروژه:  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چي د ګډپلاتفارم  پروژه عملي کړي، چي په هغي کي د ګرځنده تلیفون ۳۰ پروګرامونه د هیواد ټولو سکتورونو لپاره لکه روغتیا، ښوونه او روزنه، د کلیوپراختیا، امنیت، مالیه، ټرانسپورټ، ښاروالي، اوبه او بريښنا او داسي نورو کي تري ګټه واخیستل شي. د یادي پروژي په مرسته هیوادوال کولای شي چي د خپل ګرځنده تلیفون یا انټرنیټ په مټ په اتومات ډول د پورته یادو شویو سکتورونو پوري اړوند  پیغام ترلاسه کړي. د  داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  د UStronics امریکایی شرکت ته د (3’379’487.00 امریکایی ډالر) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

دویمه پروژه:  د مخابراتو وزارت په دي هڅه کې دی چې دمبایل له لاري حکومتداری خدمتونه تقویه کړي چې مخکې د IT برخه کې  ۴۰ تنه رئیسان د ترکيه په هیواد کې او ۸۲ نور د IT  کارپوهان په کابل کې روزل شوي دي چې د یادي پروژې په بهیر کې د مبایل لاری د حکومتداری خدمتونو ستراتيژی ، پالیسي او مقرري هم چوکاټ بندې شي . د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  m- GCI برطانوی کمپنی  او د “نیټ لینک” افغاني کمپنی سره په ګډه د (535’913.00 امریکایی ډالر) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

دریمه پروژه: د مخابراتو وزارت په پام کې لري چي د نوښت کلتور په هیواد کې دود او ملاتړ يي وکړي. دا پروژه د هغو محصلانو او سازمانونو چي د دوی کړني د ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ، نوښت او د ټولني لپاره ګټوري وي، د هڅونې جایزې په نظر کې نیول شویدي. د یادو جایزو ارزښت ۵ میلیونه ډالر کیږي او هغه خلکو ته به ورکول کیږي چي په یادو برخو کې نوښت او پرمختګ ولري چي دا جایزي به د دري راتلونکو کلونو په اوږدو کې ورکول شي. دا پروژه به د AIMS کمپنی له خوا تنظیمیږي چي یاده ادره به د ورکشاپونو، تخنیکی سیمینارونو، د زده کړو غونډي، د طوفاني مغز غونډي، سیمپوزیمونه، تلویزیوني ننداري، مطبوعاتي کنفرانسونه، رادیویي خپرونې او داسي نور کمپاینونه چي په هیواد کې د نوښت د کلتور په پراختیا کې رغنده رول ولري په لاره واچول شي.  د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  د AIMS کمپنی ته،  د (526’761.00امریکایی ډالره) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

څلورمه پروژه :د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت د مهارتونو د لوړتیا لپاره بیلابیل پروګرامونه په لاره اچوي چې موخه یي د IT   په برخه کې په پرمختللي ډول وړتیا لوړه شي د دغه پروګرام له لاري ۱۵۰۰ کسان د IT   متخصص  روزي او لاندې ۳ شرکتونه چې  د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

  • د کاردان دلوړو زده کړو موسسه  د 204,081.00  ډالرو په بدل کې
  • د انفوتک سنګاپور موسسه د  215,053.00  ډالرو په بدل کې
  • د رنا  تکنالوجی انترپرایس (RTE) موسسه د 204,081.00 ډالرو په بدل کې

دا پروژې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږی او د تړون د لاسلیکیدو وروسته په کار پیل کوی چي د مخابراتو او مالوماتی ټکنالوجۍ وزارت ICT پراختیایی پروژې تر نظارت لاندې پلی کیږی.

د یادولو وړ ده چې دغه پروګرام د الکټرونیکی حکومتولئ په لور، د معلوماتو ملی مرکز او الکټرونیکی تذکرود کار د پیل څخه وروسته لوی ګام دی چې د مخابراتو وزارت له خوا ترسره کیږي.

 

 

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

دو آنتن جدید شرکت مخابراتی اتوما در پکتیا به بهره برداری سپرده شد

به منظور گسترش پوشش و ارائه خدمات باکیفیت مخابراتی و انترنتی به شهروندان، در شهر گردیز مرکز ولایت پکتیا  و ولسوالی روحانی بابا دو آنتن جدید شرکت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۵
Background image

سایت مخابراتی در ولسوالی شملزو ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به منظور حل مشکلات مخابراتی در امتداد خط فرضی منطقهٔ قلعه رشید ولسوالی شملزو ولایت زابل، که پیش از این خدمات در آن ساحه ضعیف...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۵
Background image

سایت جدید مخابراتی در بند پاشدان ولایت هرات فعال شد

با فعال‌شدن این سایت، برای مسافران شاهراه هرات–کرخ و همچنان سیاحان بند پاشدان در زمینه خدمات مخابراتی سهولت‌های...

بازگشت به خبر