د روشن مخابراتي شرکت مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر سره لیدنه وکړه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۰
روشن

په ۲۳ هېوادونو کې د اکفیډ ( د آغا خان د پرمختیايي صندق ) مشر لطف کسم او مل پلاوي یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني سره افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت په فعالیتونو، ستونزو او پرمختګونو خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د مخابراتي سکټور د مشر په حیث یې هڅه کړې چې افغانستان کې ټولو مخابراتي شرکتونو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي او د دوی د فعالیت ساحه پراخه شي خو په ورته وخت کې یې یادونه وکړه چې د دولت د آسانتیاو تر څنګ مخابراتي شرکتونه اړ دي چې د نړیوال سټنډرډ مطابق خدمات وړاندې کړي او د فعالیت ساحه پراخه کړي.

راغلي پلاوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د مخابراتي سکټور د ودې په برخه کې یې پوره همکاري کړې او ډېری مخابراتي شرکتونو ته یې د پانګونې آسانیتاوې برابرې کړي او هیله یې څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه د هدایت مطابق به خپلې چارې پرمخ وړي او هڅه به کوي چې خپل خدمات لوړ او با کیفیته کړي او همدا راز ډاډ یې څرګنډ کړ چې د فریکونسیو په مزایده کې به هم ګډون کوي، راغلي پلاوي څرګنده کړه چې دوی اوسني نظام سره د کار کولو لپاره لېواله دي او هڅه کوي د مخابراتو په برخه کې خپلې ستونزې کمې کړي.

روشن

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني له راغلي پلاوي سره د دوی د تېر کال د پانګونې، خدماتو او د پوښښ د ساحو راپور شریک کړ او هدایت یې ورکړ چې راپور کې ذکر شوې ستونزو په حل سره خپله ژمنتیا څرګنده کړي.

د اکفیډ مشر ښاغلي لطف کسم ډاډ څرګند کړ چې دوی به خپلې ستونزې هواروي او هڅه به کوي چې هرکال افغانستان کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ میلیونو ډالرو په اندازه پانګونه وکړي او همدا راز غوښتنه یې وکړه چې دوی افغانستان کې د فایبر د غځولو لپاره هم لېوالتیا لري او په دې برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي وزیر صاحب راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې اوسنیو شرایطو کې د امنیت د شتون له مخې افغانستان د پانګونې لپاره یو مساعد هېواد دی او د نوری فایبر په برخه کې د نړیوالو سټنډرډونو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ په پام کې نیولو سره دوی کولای شي فایبر وغځوي.

مولوی نجیب الله حقانی

د یادونې وړ ده له فتحې مخکې هېواد کې د فایبر لپاره کومې خاصې پالیسۍ شتون نه درلود چې په ډېری برخه کې فایبر په غیر معیاري ډول غځېدلی اوسمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د فایبر غځونې په موخه یوه جامع پالیسي جوړه کړې چې نړیوال سټنډرډونه پکې په پام کې نیول شوي او په همدې اساس فایبر غځونې ته اجازه ورکول کېږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته