د خوشحال خان نمبر ۱ او رحمان بابا لیسو په نوري فایبر سره ونښلول شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د خوشحال خان نمبر۱ او رحمان بابا لیسې نن د عقرب په ۵ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو لخوا د رسمې غونډې په ترڅ کې د نوري فایبر شبکې سره و نښلول شول.  

 په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وزیر ښاغلي خپلواک  خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې د ۲۷۰ کمپیوټرونو او نوري فایبر سره د خوشحال خان نمبر۱ او رحمان بابا لیسو د نښلولو په برخه کې مرسته او همکاري یې کړې؛ هغه څرګنده کړه چې ددې خدمتونو په وړاندې کولو سره به یادې لیسې خپلې ډیرې ستونزې په نوې بڼه اوارې کړي، ښاغلي خپلواک هیله وښوده چې پاتې نور ټول دولتي او غیر دولتي پوهنیز بنسټونه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په مرسته ددغه خدمتونو په عرضه کولو سره په نوې ټکنالوژۍ سمبال شي.


  د غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت  تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر بریالی حسام انترنت سره  د دغو لیسو پر نښلولو د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل: چې معلوماتي ټکنالوجۍ د ژوند د نورو برخو په څیر د پوهنې او او روزنې په برخه کې هم ډیر ارزښتمن رول لوبوي او پوهنه د هرې ټولنې د پرمختګ اساسي بنسټ شمیرل کیږي، د دغه حقیقت په درک سره  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت، انترنټ سره د نوموړو لیسو د نښلولو هرکلی کوي، ښاغلي حسام د خپلو خبرو به ترڅ کې وویل چې د هیواد تعلیمي نصاب لوړول د افغانستان اسلامي دولت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو له مهمو اهدافو څخه شمیرل کیږي باید د هیواد ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه پر معلوماتي او تعلیمي ټکنالوجۍ سره مجهز او سمبال شي.

هغه زیاته کړه:چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تل هڅه کوي چې ګرانو هیوادوالوته لازمې او د لوړ کیفیت مخابراتي او انترنتي خدمتونو اسانتیاوې برابرې کړي. د مخابراتي او انترنټي ټکنالوجۍ سره د هیواد  د پوهنتونونو او ښونځیو د سمبالولو په کار کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خپل انکشافی صندوق له بودیجې څخه مرسته کوي.

 د یادولو وړ ده چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت  لخوا ۲۷۰ پایې کمپیوټرونه دغو لیسو ته  ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته