د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ تودې چینې کلي کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یو مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډی اف لسمې پروژې له مخې جوړېږي څارنه ترسره شوه.
یاده څارنه د خوست ولایت د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت له لوري ترسره شوه چې د چارو پر چټکتیا ټیګار او د قرارداد د شرایطو موافق د سایت پر جوړلو تاکید وشو.
د یاد مخابراتي سایت په جوړېدو سره به ګربزو ولایت د تودې چینې سربیره شاوخوا سیمې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمن شي.