د تایمني د ډیجیټل تلیفون پروژه ګتې اخستو ته چمتو او پرانستل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د تایمني د ۸۵۰۰ لینو په ظرفیت د ډیجټل تلیفون دستګاه د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوجۍ د وزیر ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین لخوا پرانستل شوه.

یاده پروژه نن یکشنبه د ۱۳۹۱کال د چنګاښ د میاشتې په ۴مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت ،د ولسی جرگی غړو او د رسنیو استازو برخه درلوده رسماًپه فعالیت پیل وکړ، یاده پروژه چې لګښت یې دوه نیم ( ۲.۵) ملیونه امریکايي ډالره کېږي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویل او د استر هندوستاني کمپنۍ  لخوا  پلي شوې ده.

د مخابراتو وزیر انجنیر امیرزي سنګين وویل : د تایمني د ډیجیټل پروژې دستګاه د تایمني پروژې (لومړۍ او دویمه حصه)، دویم او درېم پروان ځینې سیمې تر ۹۰ فاملیانو پورې، د اریا ښارګوټی او وزیر آباد سیمې تر خپل پوښښ لاندې راولي او ددې دستګاه اړیکي له نورو دستګاه وو سره د نوري فایبر په واسطه تأمینېږي.

نوموړي وویل دا پروژه د ( استر) هندوستانۍ کمپنۍ په واسطه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر څارني لاندې پلې شوې ده او د تایمني د سیمې له درنو خلکو او د کابل ښاروالۍ څخه د زړه له کومې مننه کوو چې له موږ سره یې د پروژې په پلي کولو کې همکاري کړېده.

ښاغلي سنګين زیاته کړه د مخکنیو پلانونو په اساس په کابل ښار کې د ۱۰۰ زره تلیفونی مزو غزولو پروژې  د نوې کارتې له دستګاه پرته نورې ټولې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې دي او د نوې کارتې دستګاه به په نږدې راتلونکي کې پرانستل شي.   

ددې پروژې په افتتاح کولو سره به ددې سيمې خلک د دستګاه تر پوښښ لاندې راشي او د باکیفیته او ارزانه تیلیفوني اړیکو سربېره د ډیټا د تبادلې، انترنېت دایل اپ او په همدې ډول د DSL له لارې د چټک انټرنېټ سهولتونو څخه برخمن شي او د هېواد په عوایدو کې به ددې پروژې د ډېرو اړیکو پر اساس ډیروالی هم راشي.                                  

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته