د بدخشان د درواز بالا ولسوالۍ د خلکو ستونزې واورېدل شوې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات نن د بدخشان ولايت د درواز بالا ولسوالۍ له ولسوال او د خلکو له استازو سره وکتل. په سر کې د دواز بالا ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب ښاغلي کامبېز قرباني خبرې وکړې او د دغه ولسوالۍ د خلکو مخابراتي ستونزې يې وړاندې کړې. د هغه په وينا چې درواز بالا ولسوالي ۷۲ کلي او ۳۵۰۰۰ نفوس لري خو يواځې يوه مخابراتي پايه پکې فعاليت کوي چې ټوله ولسوالي تر پوښښ لاندې نشي راوستلی. 


سرپرست وزير په دغه ولسوالۍ کې د مخابراتي پوښښ د حل لپاره د سلام مخابراتي شبکې د دوه پايو د ژر تر ژره نصبولو ژمنه وکړه او تر څنګ يې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) ته هدايات ورکړل چې د نورو شبکو پايې هم د مخابراتو د پراختيايي بوديجې TDF په مرسته نصب کړي. تر څو په دغه ولسوالۍ کې د مخابراتي پوښښ ستونزه کاملا حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته