د انترنیټ بیو پر راکمولو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټینګار

ashiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۷
meeting with ATRA

نن شنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې ۲۸ نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، د اترا ادارې له تخنیکي مرستیال انجنیر نقیب الله سېلاب سره د لیدنې په ترڅ کې، د انټرنیټ بییو پر راکمولو ټینګار وکړ.
په دغه لیدنه کې ښاغلي هاشمي وویل:« ټول مخابراتي شرکتونه باید د ضمیموي لګښتونو راکمولو له لارې، د انټرنيټ عمده بییو په راکمولو او کیفتونو په لوړولو کار وکړي
د اترا ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر نقیب الله سېلاب، بیا به دې تړاو د یوې تازه مقررې له جوړولو خبر ورکړ، چې به وینا یې له مخې به یې د ټولو مخابراتي شرکتونو په عمده انټرنیټ بییو کې پام وړ بدلون راشي.
د ناستې په پای کې، دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې په نیږدې راتلونکې کې به د تازه مقررو له مخې، له ټولو مخابراتي شرکتونو سره د انټرنیټ بییو راکمولو او کیفتونو لوړولو په برخه کې له نیږدې کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د انټرنیټ بییو لوړېدو یوازینی لامل په دغه برخه کې د مخابراتي شرکتونو بې ساري عملیاتي لګښتونه ښوودل شوی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۶
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۵
Background image

د پکتیا ولايت په ډنډپټان او زرمت ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ ژوري بازار میري...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د کندز ولایت استازولیو...

بېرته خبرونه ته