د پکتیا ولايت په ډنډپټان او زرمت ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۵
پکتیا ولسوالی زرمت

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ ژوري بازار میري خیلو سیمه کې اود زرمت ولسوالۍ په سلیمانځیو کلی کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوی و د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکی ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادو ۲ مخابراتي انټنونو په جوړیدو سره به د ډنډپټان او زرمت ولسوالیو د اړونده سیمو د اوسېدونکو ډېری مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته