د افغان پوسټ شرکت د کال د وروستۍ ربعې عواید او ټرافیک

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۱۳:۵۰
گراف عواید سال مالی ۱۴۰۰ وزارت مخابرات

وروستیو درېیو میاشتو کې افغان پوسټ ریاست ۳ لکه ۵۰ زره او ۵سوه ۳۵ برېښنايي پیژندپاڼې، شخصي او رسمي مراسلات، د بهرنیو چارو وزارت تصدیقونه او پاسپورټونه د پوسته خانو او د پوسټ ریاست لخوا د هېواد دننه ویشلي او انتقال کړي .

افغان پوسټ ریاست د یادو د ذکر شویو موادو له درکه ۴۸ میلیونه ۴ لکه او ۱۲ زره او ۱۳۴ افغانۍ عواید د دولت خزانې ته راټولې کړي .

د مراسلاتو کچه او له هغې څخه ترلاسه شوي عواید په لاندې ډول دي :

د پاسپورټ له درکه ترسره شوی ټرافیک او عواید:

د یولکو ۱۰ زره او ۶ سوه ۵۱ پاسپورټونو له درکه ۳۱ میلیونه ۴ لکه ۸۵ زره او سل افغانۍ عواید ترلاسه شوي .

د بهرنیو چارو وزارت د تصدیقونو له درکه ترلاسه شوي عواید:

د ۲۴ زره ۲ سوه ۹ و تصدیقونو له درکه ۵ میلیونه ۹ لکه ۸۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه شوي .

د هېواد دننه د رسمي مراسلو (مکتوبونو، کتابونو او.....) له درکه ترلاسه شوي عواید :

د ۲ لکه ۳۲ زره او ۲۸ رسمي مکتبونو، کتابونو اداري مراسلو له درکه ۷ میلیونه ۷۸ زره او ۲۳۱ افغانۍ عواید ترلاسه شوي .

د هېواد دننه د شخصي مراسلو له درکه ترلاسه شوي عواید:

د ۳ زره ۸ سوه او ۹۷ شخصي مراسلو له درکه یولکو ۶۰ زره او یوسلو ۸۶  افغانۍ عواید ترلاسه شوي.

د برېښنايي پېژندپاڼو د توزیع او لېږد له درکه ترلاسه شوي عواید: د ۷ زره ۴ سوه او ۸۲ پېژندپاڼو د لېږد او توزېع نه ۲۲ لکه ۴۴ زره ۶ سوه افغانۍ ترلاسه شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۶:۱۰
Background image

کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه څآرنه وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې له لوري په کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه د غیر اخلاقی انټرنټي سایټونو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۶:۲۵
Background image

کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه څآرنه وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او آترا ادارې له لوري د غیر اخلاقی انټرنټي سایټونو او آپلیکیشنونو د بندولو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۵:۱۵
Background image

بېرته خبرونه ته