د افغانستان – اروپا اتحاديې سوداګريزې شورا جلسه کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۲ - ۱۶:۳۱
اشتراک در جلسه شورای تجاری اتحادیه اروپا- افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د جمهوري رياست د دوهم مرستيال استاد دانش په مشرۍ د افغانستان – اروپا اتحاديې سوداګريزې شورا جلسه کې ګډون وکړ چې د اروپايي اتحاديې سوداګريزو غړو، د اروپايي اتحاديې سفیر، د لس اروپايي هېوادونو سفيرانو، د کابينې يو شمېر غړو او د خصوصي سکټور د خونديتوب کمېټې غړو په کې ګډون کړی و. 
په دې جلسه کې مو د سوداګريزو فعالیتونو حقوقي چوکاټ او نقينيني اسنادو کې د موجوده ستونز
و، د معلوماتي ټکنالوجۍ او کانونو سکټور د ستونزو د څرنګوالي، امنيتي خنډونو او د سکټور اړوند نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او ارزونه وشوه. 
د جلسې په اوږدو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د موجوده ستونزو، د مشترک لیدلوري رامنځته کولو او د هېواد په اقتصادي او ټولنيزې ودې کې ددغه سکټور د ونډې په اړه خبرې وشوې او د معلوماتي ټکنالوجۍ د اتحاديې استازو په دې برخه کې مفصل پرېزنټیشن وړاندې کړ .
ښاغلي شهزاد آريوبي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې ددوی د ستونزو د اورېدلو تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د فعالیتونو او د ستونزو د کمښت په اړه معلومات ورکړل او د خصوصي سکټور سره يې په جدي همکارۍ ټینګار وکړ. 
په جلسه کې پرېکړه وشوه چې خصوصي سکټور او مسؤول دولتي بنسټونه دې هغه ستونزې او وړانديزونو چې د خصوصي سکټور د فعالینو له خوا په جلسه کې مطرح شوي دي، په جلا ناستو کې و ارزوي او مناسبه حل لاره ورته پېدا کړي. 
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته