د احمد شاه بابا مینې او امید سبز سیمې د ډیجیټل سیمداره تلیفون پروژو کار رسما پرانستل شو
د احمد شاه بابا او امید سبز د ډیجیټل تلیفون د پروژو کار د روان ۱۳۹۳کال د ثور د میاشتې په ۲۴مه نیټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت ،کارکونکو او د رسنیو استازوپه کې برخه درلوده د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین لخوا پرانستل شو.
ښاغلي امیرزي سنګين په هغه غونده کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه یادې پروژې یې د هیواد د پرمختګ په لور یو بل ګام وباله او ویې ویل چې دا پروژې د افغان ټیلی کام په پانګونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر څارني لاندې پلې کیږي.
ښاغلي امیرزي سنګین د خپلو خبرو په دوام وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان شوي پروګرامونو په اساس د وروستیو ۱۲ کلونو په ترڅ کې د مخابراتي سکتور ودې او خلکو ته د لاښه او ارزانه خدمتونو برابرولو لپاره نه ستړي کیدونکی، رغنده او موثره هڅې کړي. او د ډیجیټل سیمداره ټلیفون پروژې د بنسټیزو پروژو څخه دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د ۱۳۸۵ کال را هیسې تر لاس لاندې نیول شوي دي.
ښاغلي سنګين زیاته کړه د مخکینیو پلانونو پر بنسټ د کابل ښار په اکثره سیمو کې د ډیجیټل تلیفوني مزو غزولو پروژې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې دي.
د احمد شاه بابا او امید سبز د ډیجیټل پروژې د ۱۲،۵ ملیون ډالر په ارزښت چی د افغان ټیلی کام شرکت لخوا پانګونه شوې او په ټولیزه توګه د ۲۴۰۰۰ لاینونو ظرفیت لري د یادو سیمو ۱۱۰۰۰ متره مربع ساحه تر خپل پوښښ لاندې راولي.
همدا راز ښاغلي امیرزي سنګین یادونه وکړه: چې دغه پروژې په نړۍ کې د موجوده Passive – Active تجهیزاتو سمبال او د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د سټنډرډ پر بنسټ جوړیږي ددغه پروژو په افتتاح کولو سره به د سيمې خلک د باکیفیته او ارزانه تلیفوني اړیکو سربیره د ډیټا د لیږد رالیږد، انترنیت دایل اپ او په همدې ډول د DSL له لارې د چټک انترنیت اسانتیاوو څخه برخمن شي او د هیواد په عوایدو کې به ډیروالی هم راشي.
ورپسې ډاکتر ستانکزی د خلکو د شورا په استازيتوب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه نیک اقدام څخه مننه وکړه او خپل رضایت یې څرګند کړ او د پروژو د کار په بشپړولو کې یې د کارکونکو سره د هر ډول همکاری ژمنه وکړه.
