دایکنډي ولایت کې د دوو نويو مخابراتي سایټونو جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۲۹
مخابرات ولایت دایکندی

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د دایکنډي ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د میرامور ولسوالۍ زرین غره ته څیرمه کلیو کې او  د شهرستان ولسوالۍ په د شنیه او شیونه قل کلیو ترمنځ تپې سیمه کې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې د مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یاد مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.

مخابرات ولایت دایکندی

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرو ۳ کلونو کې توانېدلی د هېواد ډېری محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې کړي او همدا راز د هېواد هغو سیمو لپاره چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې پکې نه وې موجودې ۵۱۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې ونیول چې اوس مهال په یادو ټولو مخابراتي سایټونو عملاً کار روان دی او یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

بېرته خبرونه ته