خوست ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۶:۲۷
Khost

د خوست ښار د متون په ماجاني، د دوه سوه فامیلیو(B) پروژې، د مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکې اود تڼیو ولسوالۍ په دورملکه سیمو کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو مخابراتي سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم خوست ولایت د مرکز په ګډون ګڼ شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه د مخابراټي انټنونو ظرفیت لوړ شوی او د یاد ولایت د مخابراتو ریاست په وینا لا هم دا لړۍ په مختلفو ولسوالیو کې د تطبیق په حال کې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۸:۸
Background image

د کوډنګ او هکتون سیالیو پروګرام کې د ګډون اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د روان کال د زمري میاشتې له څلورمې تر اتمې نېټې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخو کې...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲۲
Background image

خوست ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۵ مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۹
Background image

د لوگر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

بېرته خبرونه ته