د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې خدمتونه له دریو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شو
د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سلام شبکې مخابراتي خدمتونه د درې کالو وقفې وروسته بیا د ډیجیټل همغږي کونکي او د دې ولایت سیمه ایزو چارواکو او افغان ټلیکام مخابراتي مسئولینو کوښښونو له امله بیا پیل شول.
پدې ولسوالۍ کې دا خدمتونه د ناامنیو له امله ځنډول شوي وو. دا مهال د سلام شبکه یوازینی مخابراتي شبکه ده چې په تګاب ولسوالۍ کې خلکو ته ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.
ددې خدمتونو بیا فعالول به له یوې خوا انټرنت او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسی اسانتیا او خلکو د رضایت لامل شي، او له بلې خوا، به د مخابراتي خدمتونو محصول څخه د دولت عاید ډیر کړي.

هغه انجینران چې د دې خدمتونو په فعالولو کې مرسته کړې د کاپیسا د والي په استازیتوب د کاپیسا ولایت د ډیجیټل همغږی کونکي ادارې رییس ښاغلي محمد حسیني لخوا وستایل شول.
