د چین - جنوبي اسیا په پنځم نندارتون کې د جګپوړي افغان پلاوي ګډون
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محترم حاجي محمد محقق په مشرۍ، د یو لوړپوړي افغان پلاوي په همکارۍ چې د اقتصاد وزیر محترم مصطفی مستور او د کابل محترم والي یعقوب حیدري هم پکې حضور لري د چین - جنوبي اسیا پنځم نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
