کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او سندونو مدیریتي سیسټم د تطبیق لړۍ پیل شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۳
وزارت معادن و پترولیم افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ډیجیټلي حکومتولۍ د تطبیق او همداراز د امارتي ادارو د چارو د چټکتیا او د اسنادو د ښه مدیریت په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د (DLMS) یا د رسمي مکتوبونو او اسنادو مدیریتي سیسټم د تطبیق لړۍ د یوې رسمې ناستې په ترڅ کې پیل شوه.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټلي مکتوبونو او مراسلاتو د مدیریت سیسټم پلي کول د اداري چارو د چټکتیا، روڼتیا، د اسنادو د خوندیتوب او د وخت او لګښتونو د سپما لپاره مهم ګام وباله.

معین مالی و اداری وزارت مخابرات

نوموړي ډاډ ورکړ چې وزارت به د سیسټم د پلي کولو، تخنیکي ملاتړ او دوامدارې کارونې په برخو کې لازمو همکاریو ته دوام ورکړي او د دولتي ادارو د ډیجیټلي کولو لپاره به معیاري معلوماتي سیسټمونه جوړ او وړاندې کړي.

ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوژۍ مرستیال ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید د دغې سیسټم تطبیق یو له مهمو او اساسي برخو څخه یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې دا سیسټم د اداري چارو د ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره یوازینۍ او مهمه نسخه ده چې د وخت د سپما تر څنګ به د جعل او تذویر مخنیوی هم وکړي.

همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د شرعي نظام یو اصل د چارو آسانتیاو او خلکو ته د سهولتونو ایجاد یاد کړل او په وینا یې دا سهولتونه هغه وخت منځ ته راځي چې له ورته سیسټمونو او عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه واخیستل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د دې سیسټم د تطبیق پوره ډاډ څرګند کړ او په دې برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس ښاغلي استاد عبدالرحمن صافي د (DLMS) یا د رسمي مکتوبونو او اسنادو مدیریتي سیسټم تطبیق د وخت اړتیا وبلله او په وینا یې دوی هڅه کړې د دې سیسټم په تطبیق سره چارې له مغلق حالت څخه ساده او آسانې پروسې ته داخلې کړي چې نه یوازې د ډیجیټلایزېشن پر لوري یو مهم ګام دی بلکې، تر ډېره بریده د سیسټم امنیتي او محافظتي برخې هم له ټکنالوژۍ څخه په استفادې خوندي شوي دي.

د غونډې په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلی حکومتولۍ عمومي ریاست د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ رئيس ښاغلي سید نجم الدین سادات له لوري د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د (DLMS) سیسټم په عملي بڼه تشرېح او معلومات ورکړل شول.

سید نجم الدین سادات

د یادونې وړ ده، چې د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیسټم د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۹مه د اقتصادي کمېسیون له لوري، تر هر اړخیزې ارزونې وروسته تأیید شو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته یې د تدریجي پلي کولو سپارښتنه وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۳
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او سندونو مدیریتي سیسټم د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټلي مکتوبونو او...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۴۶
Background image

لوګر ولایت کې د اتصالات مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د دغه مخابراتي سایټ د ارتقا په پایله کې به د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونو او چټک انټرنټ څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې سایټ ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شاوخوا سیمو وګړي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه ترلاسه او په دې برخه کې یې ستونزې...

بېرته خبرونه ته