پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
ریاست مخابرات ولایت پکتیکا

یاد څلور سایټونه د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په خړغر سیمه کې موقعیت لري یادې سیمې له ولایتي مرکز څخه په لرې واټن کې پرتې او فرضي کرښې ته نږدې موقعیت لري، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته جدي اړتیا لري. د یادو سایټونو له نصب او فعالېدو سره به په دغو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پوښښ پراخ او د اوسېدونکو مخابراتي او د غږیزو اړیکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، چې د ټي ډي ایف د یوولسمې پروژې په مالي تمویل، د دغه ولایت د څلورو نویو منظور شویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوې ده.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سروی د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ملا محمد انور قیام، د اترا ادارې د مدیر او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د استازو له لوري ترسره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت لپاره د ټي ډي ایف د یوولسمې پروژې په چوکاټ کې منظور شوي ټول ۱۲ مخابراتي سایټونه سروي شوي دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یې د نصب چارې هم پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته