د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په پام کې لري د خپلو وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې قرارداد د افغانستان د نفتو او ګازو محترم دولتي شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې د خیرخانې کوتل سرک کې موقعیت لري، د (۵۸۶۱۵۴۰) پنځه میلیونه، اته سوه یو شپېته زره او پنځه سوه څلوېښت افغانیو په مجموعي مبلغ ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو آمریت ته چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴م منزل کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته یاد شوی مهلت بشپړ نه شي او ورپسې قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

والسلام

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵۲ کابل
Background image

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۲۷ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۶ کابل
Background image

د ملي ډیټاسنټر د ظرفیت لوړونې او د فعالیت د ښه‌والي پروژې د داوطلبۍ اعلان

د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او په سرتړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې د سهار تر...

Back to tenders