د (PDMS) سیسټم لپاره د اړتیا وړ آی ټي تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې توګه، د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نظر کې لري چې د خپل (PDMS) سیسټم لپاره د اړتیا وړ د آی ټي تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې قرارداد د آقاګل صمدي تجارتي شرکت ته، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې تایمني اتم سړک کې موقعیت لري، د (۵۷۵۵۸۰۰) پنځه میلیونه او اووه سوه پنځه پنځوس زره او اته سوه افغانیو په ارزښت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل لیکلی اعتراض د اعلان له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د دلایلو سره یوځای، د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ د ۱۴مې پوړۍ د تدارکاتو آمریت ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې وسپاري.

یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ او قانوني مراحل تعقیب نه شي، قرارداد به نهایي نه‌شي.

والسلام

الحاج حافظ محمد امین جان "عمری"

د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداری مرستیال

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵۲ کابل
Background image

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۲۷ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۶ کابل
Background image

د ملي ډیټاسنټر د ظرفیت لوړونې او د فعالیت د ښه‌والي پروژې د داوطلبۍ اعلان

د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او په سرتړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې د سهار تر...

Back to tenders