کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۵۸ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۶
ریاست مخابرات ولایت کندز

د کندز ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) په برخه کې، د څلوردیرشمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۸ تنو زده کوونکو ته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم ملا عبدالواجد عادل فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۲۶ مسلکي بستونو آزموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو د پلي کولو، کار اهل کارته د سپارلو او مسلکي کسانو د جذب په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۶:۵۴
Background image

ننګرهار ولایت کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شؤل

یاد مخابراتي سایټونه د مخابراتو وزارت د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۶
Background image

کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۵۸ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم ملا عبدالواجد عادل فارغ شویو ځوانانو ته...

بېرته خبرونه ته