کاپیسا ولايت تګاب او اله سای ولسوالیو کې د ۲ مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه
د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي چوپړتیاوو د پراختیا او آسانتیاوو د برابرولو په موخه د کاپیسا ولايت په تګاب او اله سای ولسوالیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو په موخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده د یادو مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د یادو او نږدې شاو خوا سیمو اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.
