په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له ښوونیز مرکز څخه له شپږ میاشتنيو زده کړو وروسته ۷۶ تنه ګډونوال فارغ شول.
په یاد شپږ میاشتني روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د کمپیوټر او ډیجیټلي مهارتونو په برخه کې د نظري او عملي زده کړو سر بیره د کمپیوټر له بنسټیزو اړینو مهارتونو او په عملي برخه کې لازمې تجربې او وړتیاوې ترلاسه کړې.
د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو لوړول، د هغوی د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا او د عملي زده کړو لپاره د مناسبې روزنیزې زمینې برابرول دي.
فارغو ګډونوالو د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو هرکلی وکړ او د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له مسؤلینو څخه د دوی د هڅو او ملاتړ له امله مننه وکړه.
