فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۱۵
ولایت فاریاب

د فاریاب ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) په برخه کې، د پنځلسمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۱۳ تنو زده کوونکو ته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه دفاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی عبدالباقی عمری فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۸
Background image

لوګر ولایت مرکز کې دسلام مخابراتي شبکې د ۲ مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سلام مخابراتي شبکې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د اف ټي ټي اچ (Fiber to the Home) پروژه رسماً پیل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په منظورۍ، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په پنځو ناحیو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۳۵
Background image

ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري پنډغالي کې د مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو استازولیوله فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري یاد ولایت تورخم ښارګوتي عمري پنډ غالي کې د مخابراتي شرکت دپیرودونکو...

بېرته خبرونه ته