لوګر ولایت مرکز کې دسلام مخابراتي شبکې د ۲ مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۸
ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سلام مخابراتي شبکې په ګډو هڅو د یاد ولایت مرکز پل علم ښار او مامورینو ښارګوټي سیمو کې د یاد شرکت د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سلام مخابراتي شبکې د ۴جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادو سیمواوسیدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې دلوګر ولایت مرکز اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته