د ۲۷ ولایتونو د ښوونیزو مرکزونو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاستونو لپاره د سولر بریښنا سیستم د تدارک پروژه

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې سره د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ۲۷ ولایتونو د ښوونیزو مرکزونو او د یاد وزارت اړوندو ریاستونو لپاره د سولر بریښنا سیستم د تدارک پروژه، د شاهی دستریبیوشن ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته چې د کابل ښار د ګلبهار مرکز په دریم منزل کې موقعیت لري، د مجموعي مبلغ نه میلیونه، پنځه سوه شپږ اویا زره، څلور سوه څوارلس (۹,۵۷۶,۴۱۴) افغانۍ په ارزښت ورکړل شوې ده.

هغه حقوقي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د اسنادو او دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸-منزله ودانۍ په څوارلسم منزل کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مې مادې له احکامو سره سم، په لیکلي ډول وړاندې کړي.

یاد اعلان د قرارداد د رسمي عقد معنی نه لري، او تر هغه وخته پورې چې پورته موده پوره نه شي او قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به لاسلیک نه شي.

الحاج ملا محمد حنیف "حمزه"

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۵ کابل
Background image

د برېښنا او اوبو رسونې د (۵۷) قلمه توکو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرط‌نامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۹ کابل
Background image

د (PDMS) سیسټم د کارکوونکو لپاره د ۱۰ قلمه کانکسونو د تدارک او برابرولو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د پروژې قرارداد د محترم کوکچه خروشان تجارتي او ساختماني شرکت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۸:۵۰ کابل
Background image

د (PDMS) سیسټم لپاره د اړتیا وړ آی ټي تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د آقاګل صمدي تجارتي شرکت ته، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې تایمني اتم سړک کې موقعیت لري، د (۵۷۵۵۸۰۰) پنځه میلیونه او...

Back to tenders