د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۲:۴۲
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبري د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

دغه ناسته کې د مخابراتی خدماتو کیفیت لوړول او پرختیا، لېرې پرتو سیمو ته د خدمتونو رسولو، د سیمکارتونو  خرڅلاو، د اترا ادارې د طرزالعمل او اصولو مراعاتولو او نورو اړوندو چارو په اړه بحث وشو.

په یاده ناسته کې سپارښتنه وشوه چی ټول مخابراتي شرکتونه باید ټولو دولتي ادارو سره خپل حساب په خپل وخت سره تصفیه کړي او همداراز ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونه د خپلو خدمتونو سمیو کې خپل د کارمندانو تعداد زیات کړي ترڅو هیوادوالو ستونزو ته لا په سمه توګه رسیدنه وشي.

یادونه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه خپل شرکت اړوند انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د مربوطه ولایت معرفت مکتوب، ټاور ثبت او راجستریشن فورم او فریکونسۍ  جواز پروسه تکمیل کړي او له هغې وروسته د اصولو سره سم خپل خدمات وړاندې کړي .

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۶
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۵
Background image

د پکتیا ولايت په ډنډپټان او زرمت ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ ژوري بازار میري...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د کندز ولایت استازولیو...

بېرته خبرونه ته