د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له انسټیټیوټ څخه دITU سکر تر جنرال لیدنه
د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي نن د ۱۳۹۷ کال د سرطان په ۱۱ مه د ITU سکرتر جنرال محترم هولن زاو(Houlin Zhao) د ICTI څخه دلیدنې په هدف بدرګه کړ.
نوموړي د ICTI له مختلفو برخو او لابراتوار څخه د لیدنې ترڅنګ دITU په استازیتوب وویل چې د افغانستا ICT سکټور سره دوامداره او هراړخیزه همکاري کوي او زیاته یې کړه چې هیله لرم چې افغانستان یوه ورځ د ITU شورا غړیتوب ترلاسه کړي.
ښاغلي اریوبي په خپلو خبرو کې د ICTI استادانو ته وویل چې د دوی له کړنو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوم ترڅو دغه تحصیلي مرکز به په یوه څیړنیز مرکز بدل کړو.
همدارنګه د ITU مشر ته یې اطمنان ورکړ چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په دودولو کې خپلې هڅې جاري ساتو او د دوی له همکارۍ یې مننه وکړه.
