د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا!

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې د دغه وزارت د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو پروژه دوه میلیونه یو سله او څلور شپیته زره نهه سوه لس (۲۱۴۶۹۱۰) افغانیو په ارزښت د عینو سوداګریز شرکت، په کندهار کې د عینو مېنې شپږم سړک کې موقعیت لري، ته ورکړئ.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

الحاج مولوي نجیب الله حیات حقانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۷ کابل
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۵۴ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو لابراتوار د تجهیز پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۶:۹ کابل
Background image

د دفتري تجهیزاتو (مېز، څوکۍ، کوچ، المارۍ او پکې) د تهيې او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او...

Back to tenders