د انټرنیټ لس ستر شرکتونه د انټرنیټي ټرافيک د تبادلې مرکز سره یوځای کېږي

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۴/۶ - ۵:۳
sds

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو د امنيت رياست د سرپرست محترم زاهد ستانکزي تر ریاست لاندې او د NIXA پروژې د مدير عبدالمجيد يما او د ISP د لس سترو شرکتونو د استازو په ګډون مشترکه ناسته تر سره شوه او ددغه شرکت لیوالتيا وښوده چې په لومړۍ مرحله کې د انټرنیټی ټرافيک د تبادلې مرکز سره یوځای کېږي.
د معلوماتو د امنيت رياست سرپرست او د(NIXA) پروژې مدير د قيمتونو د کمښت او د انټرنیټ د سرعت د چټکتيا له پلوه ددغه سيسټم د نقش او ارزښت په اړه د یو پرېزنټیشن له لارې ګډونوالو ته معلومات ورکړل
وروسته د ISP شرکتونو د معلوماتو د امنيت او د ارتباط د څرنګوالي په اړه خپلې پوښتنې وکړې چې د ښاغلي زاهد ستانکزي له خوا ورته لاز ځوابونه ورکول شول
ورپسې د ISP شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې د دوه اړخيزه هوکړه لیک په لاسلیکېدو سره به د انټرنیټي ټرافيک د تبادلې د مرکز سره یوځای شي چې وکولی شي ددغه سيسټمو له ګټو څخه په استفادې خپلو هېوادوالو ته ښه او با کيفيته خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

ایجاد دو سایت مخابراتی در شهر چاریکار ولایت پروان

در نتیجهٔ تلاش‌های مشترک ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پروان و ادارهٔ تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) با همکاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولایت کندز انجام شد.

در شاهراه ولسوالی دشت ارچی ولایت کندز توسط تیم مشترک مسلکی و تخنیکی ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

برگزاری نشست هماهنگی میان ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت با مسئولین شرکت های مخابراتی

در این نشست، محترم مولوی مطیع‌الله عابد رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر بر اهمیت بهبود خدمات مخابراتی در سطح...

بازگشت به خبر