د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د ډیجیټل کتابتون د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۰/۲۶ - ۵:۳
sdfsdf

د راوان 1396 کال د مرغومی د میاشتې په 26 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات د لوړو زده کړو وزارت سره د ډېجېټل کتابتون د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک کړ
ددغه هوکړه لیک له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د لوړو زده کړو وزارت له پاره ډېجېټل کتابتون جوړیږي چې د لس میلیونه کتابونو د ځایدو وړتیا به ولري او چارې به يې په روانو څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
پدغه کتابتون کې به بیلابیل علمي اثار او کتابونه، تحصلي مقالې او اکاډمیک مواد په ډيجټل شکل ځای پر ځای کيږي او خلک به وکولی شي له دغه کتابتون څخه د هېواد د ننه او د باندې په انلاين ډول ګټه پورته کړي او د اړتیا وړ مواد ترلاسه کړي.
د یاد ډېجېټل مرکز چارې تر دوو کلونو پوري مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سمبالوي، او ترڅنګ يې ددغه سیستم د فعال ساتلو له پاره د لوړو زده کړو وزارت د مسلکي کسانو د روزلو دنده هم پر غاړه لري او له هغې وروسته به لوړو زده کړو وزارت ته سپارل کیږي.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

ایجاد دو سایت مخابراتی در شهر چاریکار ولایت پروان

در نتیجهٔ تلاش‌های مشترک ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پروان و ادارهٔ تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) با همکاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولایت کندز انجام شد.

در شاهراه ولسوالی دشت ارچی ولایت کندز توسط تیم مشترک مسلکی و تخنیکی ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

برگزاری نشست هماهنگی میان ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت با مسئولین شرکت های مخابراتی

در این نشست، محترم مولوی مطیع‌الله عابد رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر بر اهمیت بهبود خدمات مخابراتی در سطح...

بازگشت به خبر