د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوجۍ لومړنۍ اخبار ټیک ټایمز خپرول او د ډیوی پروګرام د جوایزو ویشل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د ډیوې ( دنوښت ډیوی) پروګرام  د دریمې دورې جایزې په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۱۳۹۳ کال دقوس  میاشتې  په ۲۲ مه نيټه جوړ شوی و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  لخوا د سیالیوګټونکو ته ورکړل شوې او همداراز په یاد کنفرانس کې  د ټیک تایمز تر عنوان لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اخبارهم پرانیستل شو.

په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام  د ډیوې پروګرام په هکله معلومات ورکړی او ویې ویل: چې د ډیوې پروګرام څخه موخه په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ او موبایل ټکنالوجۍ د استعمال له لارې د نوښت کلتور ته وده ورکول دی.

هغه زیاته کړه: چې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ  او مبایل ټکنالوجۍ په برخه کې د نوښتونو د ودې او پراختیا له لارې جوړ شوي حل لارې به د دولتدارۍ او عامه خدمتونو په برخه کې شته بیلا بیلو ننګونو ته ځواب ووایي او په هیواد کې به د نوښت کلتور په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د دوامدارې ودې او پراختیا په برخه کې به اغیزمن رول ولري.

ښاغلي حسام د خپلو خبرو په دوام وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به ددې پروګرام له لارې ډول ډول سیالۍ اعلان کړي او د هغو افغانانو د وړاندیزونو تر لاسه کولو په لټه کې به وي، چې د مبایل ټکنالوجۍ په برخه کې داسې نوښتګر وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړي چې د اعلان شوي سیالیو ته په موثره توګه ځواب ووایی.

ښاغلي حسام یادونه وکړه چې د سیالۍ ګټونکو ته به له ۲۰۰۰ ډالرو څخه بیا تر ۸۰۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې مالي انعامونه ورکړل شي.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ لومړنۍ اخبار (د ټکنالوجۍ عصر – افغانستان)  په اړه یې خبرې وکړې. چې د ټکنالو عصر – افغانستان دوه میاشتنۍ اخبار له لارې به د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو او  مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د پرمختګونو په اړه عام وګړی، بهرني ډیپلماټیک او نور نړیوالې ادارې، غیر دولتي جوړښتونه کورنی او بهرني رسنۍ پوره او په وخت معلومات تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې ددې دوه میاشتنۍ د امتیاز خاوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دی، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ او نوښت ریاست تر مشرۍ لاندې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل په لس زره تیراژه کې چې په پشتو، دری او انګلیسي ژبو او د پاڼو شمیر به یې تر دولسو پورې وي خپریږي

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر