یوه پایه دسیم باکس دستګاه ظبط شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

دکابل ښار په دیارلسم حوزه کې دسیم باکسیوهدستگاه  او( ۵۴) اړوند توکي ونیول شو.دا خبره دمخابراتي خدمتونو دتنظیم ادارې (اترا) غړي  ښاغلي انجینر عطا محمد یاري په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د مخابراتو او معلوماتي  تکنالوجی وزارت د کنفرانس  په خونه کې جوړه شوی وه وکړه. په دغه ِغونډه کي  ښاغلٍي  انجینر عبدالوکېل شیرګل د(اترا) داداري رئیس،ښاغلی غلام جیلا ني وزیري  دمقام ددفتر رئیس اودرسنیو استازو  ګډون کړي وو.

په پیل کې د (اترا)  دادارې غړي انجینر عطا محمد یاري  وویل :   دمخابراتي خدمتونو دتنظیم  اداره  اترا دهیواد په  کچه دمخابراتو دتنظیم  یوازینی مسئوله څانګهده ،چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجی وزارت په چوکات کې په خپلواکه توګه او پرته د کوم تبعیض نه ه فعالیت کوي ؛ ترڅو د ښه کېفیت مخابراتی خدمتونه پیرودونکو ته وراندې کي.

ښاغلي انجینر عطا محمد یاري وویل :دثور په ۲۱ نیټه مو خبر تر لاسه کړه چې یو شمیر  کسانوپرته له  جواز څخه  دکابل ښار ۱۳مه حوزه کی د (مهتاب قلعه) په سیمه کی  په غیر قانونی توګه مخابراتي خدمتونه وړاندې کول . ددې خبر په تر لاسه کولو د(اترا) تخنیکي تیم د امنیتي ارګانونو (لوی څارنوالی ،دکورنیو چارو وزارت) په مرسته  سیمې ته ورغلل چې د عملیاتو په ترڅ کې دسیم باکس دستګاه او ۵۴ اړوندتوکي چې یوبشپړ سیستم دی چې ټول ټال بیه یي (۵۰۰۰۰) زره امریکایي ډالرکیږي  .

ښاغلي یاري زیاته کړه: هغه توکي چې په دغو عملیاتو کې لاسته راغلي ،  دسیم باکس دستګاه ده چې (۶۴) سیم کارتونه ـ (۲۰۷) نوی سیم کارتونه او (۱۰۶۴) ګټه اخیستل شوي سیم کارتونه دي ،چې دبیلابیلو  مخابراتی شرکتونو پورې اړه لري.او د (۳۳۶)  دپنڅوسو افغانیو کریدت کارتونه، دستلایت یوه دستګاه او اړوند توکي دي یاده دې وي، چې نوموړې دستګاه یوه اونۍ نه وړاندې په فعالیت پیل کړی و،. له دغه دستګاه څخه دریو تنو ګټه اخیسته ، چې دوه کسان یي افغانان وو او یو دایرانی و. دیادولو وړ ده، چې نیول شویو کسانو  له یادې دستګاه څخه دنړیوالو اړیکو لپاره  کاروله، چې میلونونه امریکایي ډالر زیان یي دولت او خٌصوصی مخابراتي شرکتونو ته اړولی دی . نوموړې دستګاه څخه ګټه اخیستونکو دمخابراتو دتنظیم دقانون او حکمونو څخه په لاندی ډول سرغړونه کړې ده.

۱- له قانوني جواز پرته يې مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

۲- له قانوني جواز پرته یې مخابراتي وسایل او تجهیزات هیواد ته وارد او کارولي دي.
۳- له قانوني جواز پرته یي دملي فریکونسۍ له تخصیصاتو  څخه ،چې یوه محدوده منبع او ملی  سرمایه ده استفاده کړې
۴- دولت او مخابراتي شرکتونو ته دورځي په زرګونو دالره مالي زیان اړولی . دمخابراتو دتنظیم اداره دامنیتي ادارو له مرستې او همکاري ،  څخه مننه کوي.چې دغیرقانوني مخابراتي وسایلو په راټولولو او ضبطولو کي داترا له ادارې سره مرسته کړې ده. دکنفرانس په وروستۍ برخه کي ښاغلي عطا محمد یاري دمخابراتي خدمتونو دتنظیم دادارې په استازیتوب د امنیتي ارګانونو ،لویه څارنوالۍ دهمکارۍ څخه مننه وکړه.
غونډه دخبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکول سره پای ته ورسیده

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر