لوګر ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۱۲ مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۲۷
ولایت لوگر افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز پل علم او د ولسوالیو یو شمیرسیمو (منګوخېلو تپه، د دواخانو لاین د مارکیټونو سیمه، لوګر مارکېټ د رخت پلورنځي سیمه، د محمدآغې ولسوالۍ مس عینک، سفید سنگ، زرغون‌ښار، شکار قلعه کمپ، کمال‌خېلو کلیو، د ازرې ولسوالي د تنګې درې کلي، د چرخ ولسوالۍ د خواجه غار زیارت کلي، د برکي‌برک ولسوالۍ ابراهیم‌خېلو کلي، د خروار ولسوالۍ د ماني بازار د تپې ګداخېلو کلي) کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۱۲ مخابراتي سایټونو ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته او له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۳جي او ۴جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادو ساحو مشترکین وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته