د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د مخابراتي چوپړ او د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د ارزونې په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۵۹
ولایت سرپل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي ښاغلي خال محمد حقاني، د علماء شورا، ګڼو نورو چارواکو او ځايي خلکو سره د مخابراتي چوپړ په تړاو خبرې کړي .

د سرپل ولایت مرستیال والي ښاغلي خال محمد حقاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ مننه وکړه چې یاد ولایت ته یې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه سفر کړی، نوموړي وویل، چې اوس مهال د یاد ولایت ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او لا هم ډېری سیمو کې د مخابراتي انتنونو په جوړولو کار روان دی، مرستیال والي د هغو سیمو چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې دي د یادونې تر څنګ د نورو مخابراتي انټنونو د جوړلو غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني سرپل ولایت کې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې سربیره د یاد ولایت د مسئولینو په غوښتنه لږ تر لږه د ۸ نورو مخابراتي سایټونو د جوړولو هدایت او سپارښتنه یې وکړه چې د اته میاشتو په اوږدو کې یې په عاجل ډول ګټې اخیستنې ته وسپاري .

د یادونې وړ ده تر دې وړاندې د سرپل ولایت بیلابیلو سیمو لپاره د ټي ډي ایف د لسمې پروژې ۹ سایټونه منظور شوي وو چې اوس مهال یې چارې په تکمیلیدو دي او په ټوله کې به د سرپل ولایت بیلابیلو برخو کې ۱۷ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته