د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د کرېډېټ کارټ د پلور له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۱۱
ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو اړوند کرېډېټ کارټ د پلور له بهیر څخه چې په فزیکي او بریښنايي توګه په عمده او پرچون ډول په پیرودنکو پلورل کیږی څارنه ترسره شوه..

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو اړوند د کریډټ کارټ پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې دغې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق کرېډېټ کارټونه وپلوري او سپارښتنه ورته وشوه چې هیڅ څوک حق نه لري له ټاکل شوې معیاري بیې څخه په لوړه بیه په الکټرونیکي او یا هم فزیکي ډول خدمات سر ته ورسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوي کوي او سرغړوونکو سره قانوني چلند هم کېږي.

دیادولو وړده چی د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ هغو هټيوالو چې د کرېډېټ کارټ د پلور چارې ترسره کوي ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره به مراعتوي او له مخې به یې خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته