پنجشیر ولایت کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۴
ولایت پنجشیر

پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري دنوموړي ولایت په مرکز بازارک کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو د ستونزو دحل په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې مخابراتي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلې کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او خپلو پیرودونکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د پیرودونکو د ستونزو دحل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې پنجشیر ولایت کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته