د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دفتر ریاست نوی رئیس د وزارت کارکوونکو ته ورؤپیژندل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۶:۵۳
مولوی نجیب الله

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ له مخې ښاغلی مولوي محمد ایوب ثابت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دفتر ریاست د رئیس په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د وزارت کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د دفتر ریاست نوي معرفي شوي رئیس ته په چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه او همداراز وه یې ویل دنده امتیاز نه بلکې مسئولیت دی، او په ټوله کې د وخت د هر مصلح آمر دا طمع او هیله وي چې وړ کسان پیدا او ټولنې ته د خدمت په موخه په دنده وګمارل شي او کله چې چا ته  مسئولیت سپارل کېږي په سمه معنی یې باید سر ته ورسوي او خپله وجیبه ادا کړي، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا مونږ تاسې ټول په اطاعت مکلف یو د صف وحدت او یووالي ساتل زمونږ وجیبه ده او دا دواړه هغه برخې دي چې اسلامي امارت یې په خپل وجود کې لري او د دې دوه مهمو اصلونو په نتیجه کې یې تل بری هم خپل کړی.

ورته مهال دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دفتر ریاست نوي رئیس ښاغلي محمد ایوب ثابت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې په نوموړي یې باور کړی او د یاد بست لپاره یې وړ بللی او د ریاست الوزراء عالي مقام ته د منظورۍ په موخه یې وړاندیز کړی، د نوموړي په وینا ورسپارل شوې دنده به د مقام د هدایت او نورو برخو سره په همغږۍ په پوره اخلاص او صداقت مخې ته وړي.

د یادونې وړ ده ښاغلي مولوی محمد ایوب ثابت د دیني زده کړو تر څنګ په عصري علومو کې لوړې زده کړې لري او د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې یې دندې هم سر ته رسولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته