د سمنګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۵:۵
مخابرات ولایت سمنگان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او پلان پر بنسټ د هېواد د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو د کمپیوټري زده کړو د مرکزونو د سمبالولو د پروسې په دوام، د سمنګان ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د تکنالوجۍ په نوي او عصري وسایلو تجهیز شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د سمنګان ولایت د مخابراتو او ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي وو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي، د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د سمنګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس او کارمنانو، د دولتي بېلابېلو ادارو مسوولینو ګډون کړی و.

د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا رئیس محترم الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر صاحب محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د مراسمو ګډونوالو ته ولوست.

همدارنګه محترم الطاف احمد علمیار د هیواد له ځوانانو وغوښتل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبرۍ له لوري له برابر شوي زرین فرصت څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.

دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي هم په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په اهمیت او د ولایتي ښوونیزو مرکزونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول چې له دغو مرکزونو څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د خپلې پوهې د لوړولو لپاره پوره ګټه واخلي.

په دغو وسایلو کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډي اف له بودیجې د ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت اخیستل شوي دي، لپ ټاپ کمپیوټرونه، دلپ ټاپ کمپوټرلاکر، امنیتي کمرې، د بریښنا لمریز سیستم، میزونه او چوکۍ شامل دي.

د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د وړتیاوو لوړولو په موخه د ولایتي روزنیزو مرکزونو ارزښت او اهمیت ته په کتو سره دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د سمنګان ولایت په ګډون د ۱۶ محرومو ولایتونو کمپیوټر ښوونیز مرکزونه چې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت عصري تجهیزات اخیستل شؤي شامل کړي دي.

د یادولو وړ ده چې په دې مراسمو کې د سمنګانو ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه هغو ١٦ تنو زده کوونکو ته چې د کمپيوټر د اساسي پروګرامونو په برخه کې يې شپږ مياشتنۍ زده کړې یې بشپړې کړي دي، د فراغت سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته