پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار ایمني خیلو او سر روضې ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت ۴جي انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۴:۱۲
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت ګډو هڅو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار ایمني خیلو سیمې او سر روضې ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت ۴جي مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول پرانیستل شول.

د روشن مخابراتي شرکت د انټرنټي ۴جی خدمتونو په فعالیدو سره به د یادو سیمو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادشویو سیمو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړده چې د روشن مخابراتي شرکت په نوموړي ولایت کې د خپلو ټولو سایټونو خدمتونه ۴جی ته لوړکړي دي او په راتلونکي کې د نوموړي ولایت د پاتې محرومو سیمو لپاره د نویوسایټونو له لارې د ۴جی خدمتونو د وړاندې کولو پلان لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۸:۳۵
Background image

د پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۷۸ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې عبدالحمید نوري د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په کندز کې د روشن مخابراتي شبکې نوی آنټن فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د قولخ باغچې کلي اوسېدونکي مخابراتي اړیکو ته آسانه لاسرسی...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته