د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن مخابراتي شرکت له مسئول سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۸:۲۸

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د روشن مخابراتي شرکت له مسئول ښاغلي عزت الله هاشمي سره د یاد شرکت د Main switch، ټي ډي اېف مخابراتي سایټونو او د فریکونسۍ اړوند خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د روشن مخابراتي شرکت مسئول ښاغلي عزت الله هاشمي د یاد شرکت د Main switch اړوند چې دوی غواړي څه موده وروسته یې بل ځای ته انتقال کړي د یادې پروسې په څرنګوالي او په دې برخه کې یې د وزارت له مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه او همدا راز د روشن مخابراتي شرکت مسئول د یو شمېر مخکینیو سایټونو چې د ټي ډي اېف بودیجې له مخې د دوی لخوا جوړ شوي وو معلومات وړاندې کړل او همدا راز د نوي فریکونسۍ د ترلاسه کولو په موخه یې هم خپل وړاندیزونه د وزارت مقام سره شریک کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د روشن مخابراتي شرکت ټولې غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې د یاد شرکت مسئول ته د Main switch اړوند ډاډ ورکړ چې د اصولو له مخې به له دوی سره همکاري کوي، ښاغلي وزیر صاحب د روشن مخابراتي شرکت له لوري د ټي ډي اېف له بودیجې څخه جوړ شوي سایټونو موضوع یې د اټرا محترمې ادارې ته دنده وسپارله چې د یادې موضوع وروستي معلومات له مقام سره شریک کړي او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د روشن مخابراتي شرکت مسئول ته ډاډ ورکړ چې د دوی د فریکونسۍ موضوع به لنډو ورځو کې حل او د استفادې په موخه به دوی ته ورکړل شي.

ورته مهال د روشن مخابراتي شرکت مسئول د وزارت له مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تل د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه په وخت اقدام کړی چې له مخې یې اوس مهال هېواد کې د مخابراتي سکټور د ودې شاهدان یو او په ښکاره ډول ټولو ته جوته ده چې تېرو ۳ کلونو کې د مخابراتي سکټور په برخه کې د پام آسانتیاوې منځ ته راغلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۱۵
Background image

په پروان ولایت کې د مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه ترسره شوه

یاده څارنه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت او د اترا ادارې د استازي په حضور کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۷
Background image

غور ولایت کې د درېیو مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه وشوه

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یامان او غارک سایټونو ساختماني چارې کابو ۲۸ سلنه او د کاکري سایټ رغنیزې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه...

بېرته خبرونه ته