د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ابن سینا بنسټ له استازو سره لیدنه ترسره کړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۰:۵۰
سیستم سازی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ابن سینا بنسټ مسؤلینو سره د ټکنالوجۍ د زیربنا، سیسټم جوړونې او ډیجیټل حکومتولۍ اړوند خبرې وکړې، د ابن سینا بنسټ د آی ټي، طب او نورو برخو کې کار کوي چې د آی ټي برخې مسؤلینو یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم وزیر سره د آی ټي اړوند مواردو خپل موضوعات شریک کړل.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ابن سینا بنسټ استازو ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان کې د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې یې د دوی د نیکو نظرونو هرکلی وکړ، ښاغلي وزیر صاحب راغلیو استازو ته وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت افغانستان کې د ټولو دولتي ادارو د سیسټم جوړونې مسؤلیت په غاړه لري او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ هم شوی دی، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت افغانستان کې د ټولو وزارت خونو او دولتي ادارو سیسټمونه ارزیابي کړي او همدا راز د ټولو دولتي ادارو د سیسټمونو د څرنګوالي معلومات هم شریک شوي چې وروسته به د یادو سیسټمونو پر وصل او همدا راز په فعالېدو هم کار وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر دې دمه تر ۳۰ سیسټمونه ګڼو دولتي ادارو ته جوړ کړي او همدا راز په ګڼو نورو سیسټمونو کار روان دی چې نیږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ورته مهال د ابن سینا بنسټ استازي ښاغلي غلام جاوید نبي زاده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ خوښي څرګنده کړه چې توانېدلي کم وخت کې د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې مثبت او مؤثر ګامونه واخلي د ښاغلي نبي زاده په خبره دوی هم لیواله دي چې د خپلو وړتیاو څخه په ګټې اخیستنې وکولای شي د ټکنالوجۍ په برخه کې مرسته وکړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیسټم جوړونې او د معلوماتي ټکنالوجۍ زیربنا ریاست سره په همغږۍ مخې ته لاړ شي او کوم امکانات چې لري د یادو ریاستونو په همغږۍ یې په کار واچوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد یو له کلیدي وزارت خونو دی چې د مخابراتو د تنظیم او د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې خپلو هېوادوالو ته خدمات رسوي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

بېرته خبرونه ته