د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۶:۲۵
جلسه هیئت رهبری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ترسره شو او د اجنډا مطابق په موضوعاتو بحث وشو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه کې د بیلابیلو ریاستونو له کړنو ارزونه وشوه او راپورونه یې واورېدل شول او همدا راز ټینګار وشو چې ټول ریاستونه باید خپلې چارې ګړندۍ او د پلان له مخې سر ته ورسوي او همدا راز ټینګار وشو چې اړونده ریاستونه باید د خپلو چارو پر مخ بیولو وخت کې پراخه همغږي ولري.

یادې غونډه کې د ولایتی ریاستونو په کاري او تدارکاتي پلانونو بحث وشو او د کمپیوټر ښونیزو مرکزونو د برقي او کمپیوټری وسایلو  په هکله راپور د دیجیتلي مهارتونو د پراختیا ریاست له رئیس څخه واورېدل شو، دوی ته دنده سپارل شوې وه د ټولو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه وڅیړي او شته ستونزوته یې دحل لاره ولټول شي.

ښاغلي وزیر صاحب ولایتي ریاستونو کې د کمپیوټر ښوونیزو مراکزو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې یادو ښوونیزو مرکزونو ته باید د ظرفیت لوړونې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي.

همدا راز محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني زیاته کړه هغه مامورین چې کورنیو او بهرنیو ورکشاپونو ته ور پیږندل کیږي باید خپلې لاسته راوړنې په عملي او لیکلي بڼه له وزارت سره شریکې کړي تر څو له لاسته راوړنو څخه یې ګټه واخیستل شي.

پدې غونډې کې د علمي کادرونو د جذب په هکله یی هم خبرې وشوې او ټینګار وشو چی باید علمی کادرونه را جذب او وګمارل شي ترڅو د ټکنالوجۍ په برخه کې د پیاوړتیا سبب وګرځی.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر دې دمه په تخنیکي برخو کې د هېواد مسلکي کادرونه چې د زده کړو کچه یې د دوکتورا تر کچې ده جذب او په دندو ګمارلي چې ورسره هېواد کې د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په برخه کې مؤثر ثابت شوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته