د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ سیني سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې نوی مخابراتي سایټ فعال شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۴۶
شبکه مخابراتی سلام در ولایت غور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې نوی مخابراتي سایټ د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ سیني سیمه کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپار ل شو. 
د دغه مخابراتي سایټ په فعالېدو سره د یادې سیمې شاوخوا ۷۰۰۰ تنه وګړي چې تر اوسمهاله له مخابراتي خدمتونو بې برخې وو د سلام مخابراتي شبکې تر پوښښ لاندې راغلل. 
د یادونې وړ ده چې افغان ټلیکام مخابراتي شرکت تل هڅه کړې چې د هیواد ټولو برخو  او په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو ته چې مخابراتي او انټرنتي خدمتونو ته لاسرسی نلري، د نویو سایټونو په جوړولو سره مخابراتي آسانتیاوې برابروي. 
د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ له فعالېدو سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغې اقدام هرکلی یې وکړ

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته