د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د لوړو زده کړو انستیتوت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۴:۳۱
امضای تفاهم‌نامه

دغه هوکړه لیک د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، د لوړو زده کړو انستیتوت رییسانو، د مخابراتو ریاست تخنیکي کارمندانو، علمي ، مالي او اداري مرستیالانو، د پوهنتون استادانو او د مدني ټولنې استازو په ګډون سره لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې به د تخنیکي او اداري کارمندانو د ودې او وړتیا لوړونې، علمي څیړنې، د ګډو څیړنیزو پروژو ترسره کولو، په سیمینارونو، ورکشاپونو، روزنیز او تخنیکي مشورو تر سره کولو، د لنډمهاله روزنې (انترنشپ) او د زده کونکو منلو لپاره زمینه برابره کړي.

امضای تفاهم‌نامه

همدارنګه به په تخنیکي برخو کې د زده کونکو ظرفیت ودې او ډیجیټلي مهارتونو پراختیا لپاره زمینه برابره کړي او د تخنیکي پوهې پیاوړتیا او د معلوماتي ټکنالوجیو د ښه کارولو لامل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته